الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي د بره‌کي څلور لارې له پروژې لیدنه وکړه

10 جدی 1404


د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام “حنفي”، د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق “انور” کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل والي ملا امین‌الله “عبید” په ملتیا په بره‌کي څلور لارې کې د زیربنايي پروژې د کاري پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې، یاده اداره د منظمو ښاري پلانونو په جوړولو او پلي کولو سره، په وروستیو کلونو کې توانېدلې ده چې، لویې زیربنايي پروژې پلې کړي. د نوموړي په وینا؛ دې پروژو نه یوازې د ښاریانو د رضایت کچه لوړه کړې ده، بلکې د کابل ښار تلپاتې او معیاري ودې ته یې زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه چې، د ښار په کچه د سړکونو قیر کول او په بره کي څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک او هوايي پُل جوړول د کابل ښاروالۍ د هڅو روښانه بېلګې دي چې، د ترافیکي وضعیت په ښه‌والي، د ګڼه‌ګوڼې په کمښت او په متوازنې ښاري پراختیا کې مهم رول لري.
د نوموړي په وینا؛ د بره کي څلورلارې پروژه نویو او تخنیکي معیارونو ته په کتو ډیزاین شوې ده او کولای شي د نورو هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه و اوسي.
ورته مهال د کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، د سړک جوړونې او نورو زیربنايي پروژو چارې د ټولو تخنیکي معیارونو په نظر کې نیولو سره په منظمه توګه روانې دي او په ټاکل شوي وخت به بشپړې شي.