الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

13 جدی 1404


په څلورمه ناحیه کې د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) جومات د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د کابل ښاروالۍ د یو شمېر رئیسانو، دیني عالمانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال وینا وکړه او ویې ویل : په دې سیمه کې د داسې ښکلي او معیاري ډیزاین لرونکي جومات جوړېدل، د سیمې د دیندارو اوسېدونکو پخوانۍ هیله وه، چې الحمدلله نن پوره شوه.
د نوموړي په وینا، د دې جومات په جوړېدو سره به لمونځ کوونکي له روحي اړخه ښه احساس ولري او په یوه آرامه فضا کې به خپل عبادات ترسره کړي. د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) جومات چې، د باغ بالا په لمنه کې موقعیت لري، د ۳۰۰ متر مربع په مساحت سره په دوو پوړونو کې په اساسي توګه د ۸ میاشتو په موده کې، د ۳،۰۵۰،۳۶۶ افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه جوړ شوی چې، په یوه وخت کې د ۵۵۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په څلورمه ناحیه کې د حضرت یوسف (ع) جومات او په لسمه ناحیه کې د حضرت رسول اکرم (ص) د جومات د جوړولو له چارو هم لیدنه وکړه او د کار د چټکتیا او کیفیت په اړه یې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پنځو جامع جوماتونو د جوړولو چارې تر لاس لاندې لري، څو ښاریان د عبادت او دیني غونډو لپاره مناسبو ځایونو ته لاس رسی ومومي.