الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې اړوند بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیت له څرنګوالي څارنه وشوه

13 جدی 1404


د شپږمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې په بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیتونو له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې.
د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وویل: په هټیو کې د نرخنامې له تطبیق، د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نېټې او کیفیت، صنفي جواز او په نانوایانو، قصابیو او رستورانتونو کې د چاپېریالي روغتیا او د روغتیایي کارت له شتون څخه څارنې وشوې.
نوموړي زیاته کړه چې، د یادې ناحیې له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې کېږي او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې چې، د خپلو فعالیتونو له امله د پلیو لارو او سړکونو د بندېدو لامل نشي او همدا راز ګرځنده پلورنکو ته هم ټینګار شوی چې، د چاپېریالي ستونزو او ګڼه ګوڼې له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.