الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې اړوند د نو آباد کانال د پاکولو چارې پیل شوې


د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د اتمې ناحیې اړوند د نو آباد کانال د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا ، پیل شوې.
د تنظیف ریاست د کانالونو د آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په وینا؛ دا کانال چې، دوه کیلو متره اوږدوالی، ۲ متره سور او ۲ متره ژوروالی لري، په اساسي توګه به له خاورو او کثافاتو پاک شي.
نوموړي د یاد کانال د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو اچول یاد کړل چې، له امله یې دا کانال بند شوی وو.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ښار د پاکوالي اصول په پام کې ونیسي او د ښاري زیربناوو د ساتنې په برخه کې دې له دې لویې خدماتي ادارې سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د یاد کانال په پاکولو کې ۵ د کثافاتو لېږدونکي وسایط، یو سکواټور او د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي بوخت دي چې، په پایله کې به یې ۴۵۰۰ متر مکعب کثافات له یاد کانال څخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شي.