کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د څلورمې او اولسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره په یوه ناسته کې د ښاري ستونزو د حل او د خلکو د نظروتو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، د یادو ناحیو اوسېدونکو د کابل د ښار د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې د کابل ښاروال له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه وکړه او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو، د سړکونو د خرابوالي، تنظیفي خدمتونو، د زرغونو سیمو د پراختیا او یو شمېر نورو ټولنیزو برخو کې یې خپلې ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې.
کابل ښاروال د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې، د شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره به د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هڅې وکړي او د ښاریانو معقولو غوښتنو او وړاندېزونو ته به رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو ښاریانو ته سوکاله او هوسا ژوند رامنځته او د متوازنې پراختیا د اصل په بنسټ به په ټولو ناحیو کې پرمختیايي پروژې پلې کړي. د کابل ښاروال په وینا؛ د ټولګټو او زیربنايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د ښاریانو مرسته مهمه او اړینه ده.
کابل ښاروال د څلورمې او اولسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره ولیدل
14 جدی 1404


