
د یولسمې ناحیې اړوند په ګولایي پارک سیمه کې د یوه څلي او زرغونې سیمې د جوړولو چارې چې، څخه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د ماینونو د پاکولو د همغږۍ ریاست په مرسته پیل شوې وې، بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
دا څلی چې ۹ متره لوړوالی لري، د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په کلاسیک بڼه ډیزاین شوی دی او د جوړولو موخه یې په هېواد کې د هغو شه-یدانو د یاد ساتل دي چې، خپل ژوند یې له پخوا څخه د پاتې شویو ماینونو د پاکولو له امله له لاسه ورکړی دی.
د ډیزاین له مخې؛ دا څلی احاطه، څراغونه، زرغونه سیمه، کتابتون او موزیم په بر کې نیسي چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د ښار په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي او بله خوا دا کار د کلتوري ارزښتونو د ساتلو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
کابل ښاروالۍ د سړکونو د جوړولو او نورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو سربېره، د ښار ښکلا ته هم ځانګړې پاملرنه لري، ځکه دا کار د ښاریانو په رواني لید کې مثبت بدلون رامنځته کوي.
ټاکل شوې ده دا فرهنګي ځای د چارو تر بشپړېدو او کتابتون ته یې د کتابونو تر لېږدولو وروسته په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګولایي پارک په سیمه کې د یوه څلي د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي
14 جدی 1404


