الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په حمامونو او سوناګانو کې د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څارنه وشوه

15 جدی 1404


په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمولو او مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د پنځمې ناحیې په حمامونو او سوناګانو کې د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او د فعالیت له څرنګوالي څخه څارنه وشوه.
د مسئولینو له خوا د څارنو په لړ کې په ډاګه شوه چې، یو شمېر فعالیت کوونکو تر سپارښتنو وروسته د لوګي د تصفیې فلټرونه نصب او خپل فعالیتونه یې اصلاح کړي دي. همدا راز له سرغړونکو څخه ژمنه واخیستل شوه څو هرڅه ژر د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړي او تل یې فعال وساتي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د حمامونو او سوناګانو مالکانو ته د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، په دې برخه کې څارنې او پلټنې لا جدي او ګړندۍ کېږي.
ورته مهال له فعالیت کوونکو غوښتنه وشوه چې، د تودخې لپاره له معیاري سون توکو څخه ګټه پورته کړي او داسې توکي ونه کاروي چې، ډېر لوګي تولیدوي او د هوا د ککړتیا لامل ګرځي. همدا راز د چاپېریال ساتنې په اړه سپارښتنې په پام کې ونیسي او د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو ته په جدي توګه پام وکړي.