الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په کچه دپتې ( آدرس) موندنې لوحو د نصبولو چارې روانې دي

15 جدی 1404


د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د بېلابېلو ناحیو په کوڅو، سړکونو او عمومي واټونو کې د پتې ( آدرس) موندنې لوحو د نصبولو پروژه د پلي کېدو په حال کې ده.
د معلوماتو له مخې؛په دې وروستیو کې په درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې د لوحو د نصبولو چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال په لومړۍ، دویمه، شپږمه، اتمه، لسمه، یولسمه او اوولسمه ناحیه کې د یادو لوحو د نصبولو چارې روانې دي.
همدا راز کابل ښاروالۍ د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه په عمومي سړکونو کې د فاصلې (واټن) په پام کې نیولو سره ۱۰ معلوماتي لوحې نصب کړې دي او ټاکل شوې ده ۷۷ نورې معلوماتې لوحې او ۱۸۵ د لارښوونې تابلوګانې د ښار په نورو سړکونو کې هم نصب شي.
د یادونې وړ ده چې، د ادرس موندنې په پروژه کې د کورنو مخې ته نمبر وهلو پلېټونه هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې کابل ښاریانو په ځانګړې توګه هغه مېلمنو ته چې، په ښار کې تګ راتګ کوي، د پتې موندنې آسانتیاوې رامنځته او وبه کولای شي په آسانه توګه خپله د اړتیا وړ سیمه پیدا کړي.
همدا راز د ادرس موندنې پروژه د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتلو په برخه کې هم مهم رول لري.