الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د محراب الدین لیسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې روانې دي

16 جدی 1404


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۱۸۴ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي سره د اوومې ناحیې اړوند د محراب الدین لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې په معیاري توګه روانې دي او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به بشپړې شي.
په دې پروژه کې د دوو لویو او دوو کوچنیو دروازو جوړول هم شامل دي.
د یادې لېسې مخکنۍ دېوال له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړولو او پراختیا پرمهال ویجاړ شوی ؤ، چې اوس مهال یې د ریاست الوزراء د محترم مقام د سپارښتنې پر بنسټ د بېرته جوړلوو چارې تر لاس لاندې دي.
دا پروژه د ښاري زیربناوو د پراختیا او له ښوونیزو مرکزونو څخه د ملاتړ په برخه کې د کابل ښاروالۍ له غوره فعالیتونو څخه شمېرل کېږي.