الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

افغانستان د افغانانو ګډ کور

‎محمدامین “مومند”

د افغانستان خوږ او زړه راښکونکی ویاړمن نوم له دوو (افغان+ستان) کلمو څخه رغول شوی دی، افغان+ستان= افغانستان. دا مرکب نوم د افغانانو د ټاټـوبي، هستوګنځي، مېشتځي، میشت غـالي او هېواد په معنی دی.
څرنګه چې په (افغانستان؛ د افغانانو ګډکور/ټولمور) ملي موضوع کې دا ښکلی نوم (افغانستان) یوازې د ملي یووالي د روحیې له اړخه تشریح کېږي، نو همدومره بسنه کوي چې، ووایو؛ د افغانستان نوم د (افغان) له کلمې چې د افغانستان د وخت د ستر ټولواک احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال د لویې جرګې پر تصویب د افغانستان د ټولو مېشتو وګړو د ملي پېژند لپاره غوره او دود شـوی، الحمدلله تر دا مهاله دود او ملي پېژند او ملي اصل او د ټولو افغانانو ویاړمن ملي نوم، پېژند او تشخیص دی. د افغانستان د خوږې اصطلاح لومړۍ برخه (افغان) او دویمه برخه یې (ستان)، د آریایي ژبو څخه د یوې مشهورې خو دا مهال نیم ژواندې (سانسکریت) ژبې کلمه او د ټاټوبي، ځای او میشت غـالي معنی ښندي. د دواړو (افغان+ستان) له یو ځای کولو او نښلولو/ لیکلو او ویلو څخه (افغانستان) جـوړ او رغول شوی دی.
‎افغانستان، چې له ویاړلي نوم څخه یې هم ښکاري، د افغانانو د ټاټوبي، هستوګنځي، هېواد او میشت غـالي مفهوم افاده کوي، د ټولو افغانانو ګډ کور او ټولمور ده.
ځرنګه چې دا د ټول افغان ملت ګډ کور او د ټولو ګډه مور او ملي پېژند او پیوند دی، نو د دې له قلمـرو، سرحدونو او سیاسي حدونو، خپلواکۍ، ملي او دینـي ارزښتونو، ملي نـوامیسو، مـلي ګټو، ملي شتمنیو، ملي او تاریخي ویاړونو، ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي حاکمیت او نورو ملي ارزښتونو … څخه ساتنه، پالنه، روزنه، دفاع او درناوی یې د ټولو افغانانو ګډه ملي وجیبه او ګډ مسئولیت دی. په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر او په ملي او نړیواله کچه افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور او ټولمور حیثیت او مقام لري. په ټوله نړۍ (اسلامي، نا اسلامي) کې افغانان د افغانستان او افغانستان د افغانانو په نوم یادیږي.
افغان او افغانستان د ملت او هېواد په نومونو دوه نه جلاکېدونکي ملي واقعیتونه او پیوندونه دي. هر څوک پوهیږي چې د (افغان) کلمه د ملت او (افغانستان) د هېواد نوم دی. افغان یې ملي پېژند او افغانستان یې ملي پیوند، ټولمور او ګډکور دی. په افغانستان کې مېشت وګړي په ټوله کې د یوې ګډې سیاسي او معنوي ملي مور (افغانستان)، اولاد (افغانان) او یو تربله سره ملي/ هېوادني وروڼه او دا هېواد یې ګډ ملي کور او د ویاړونو ټاټوبی دی. دا چې افغانان د دې خاورې د بچیانو په توګه د دې خوږې او لوراندې ټولمور (افغانستان) په غېږه کې زېږيږي، روزل کیږي، پالل کیږي، د مور د شېدو په بڼه رڼو او خوږو اوبو، خـوړو او نورو الهي پېرزوینو څخه تغذیه او د مېوو، غلو او دانو څخه یې برخمن کېږي، د مینه ناکې غېږې خوږې وږمې یې احساسوي.
دلته د ماشومتوب او ځوانۍ خواږه پړاوونه وهي، پـر سیندونو یې دوی او کرهڼیزې ځمکې خړوبیږي، د هوا، طبیعت او چاپېریال څخه یې خوندونه اخلي، له سختیو، کړاوونو، ګرمۍ او سړو څخه په امن پاتې کیږي، د پت ،حیثیت ، ناموس، غیرت، ننګ ، حیـا، سـتر، ابرو، سر، مال او عزت څخه یې ساتنه کېږي، نو ځکه یې دا هېواد ملي مور او ملي کور او ټول افغانان یو تربله وروڼه دي.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او مور، د حیثیت او ګټو پر ساتنه یې ټول بچیان (افغـانان) مسئولیت او وجیبه لري.
‎الله(ج) دې په موږ ټولو افغانانو کې د اسلامي فکر سربېره، د هېواد د آبادۍ، پرمختګ، سـرلوړۍ، سوکالۍ، هوساینې، ملي یووالي، ملي پوهاوي، ملي ویاړونو او نورو ملي ارزښتونو ملي فکر هم لا ژوندی، ګړندی او لوراند ولري. آمین
‎‎د یو همداسې ارمان د پوره کېدو په هیله.
‎‎زما جانان جانان وطنه! افغان وطنه!
‎ستا د وجود اورونه ستا پر دښمن پورې شه