الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ودانیزو شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د پروژو پر سرعت او کیفیت ټینګار وکړ

17 جدی 1404


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ودانیزو او سړک جوړولو قراردادي شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د سړک جوړونې پروژو پر کیفیت او په ټاکلي وخت یې په پلې کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، په دې برخه کې هر ډول ځنډ او سرغړونه د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه ده.
په دې ناسته کې د شرکتونو استازو د پروژو د پلي کولو په برخه کې ستونزې او وړاندیزونه له کابل ښاروال سره شریک کړل او وروسته کابل ښاروال د ستونزو د هوارولو په برخه کې د اړوند څانګو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
کابل ښاروال څرګنده کړه چې، سرغړونې او ځنډ نه یوازې کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه دی، بلکې د کابل ښاروالۍ مشرتابه هم دا کار په جدي توګه څېړي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې له شرکتونو سره قرادادونه لغوه کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، د سړک جوړونې چارې باید د صداقت، روڼتیا او مسئولیت له مخې ترسره شي او شرکتونه مکلف دي چې، پروژې د تصویب شوي ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په ټاکلي وخت او معیاري توګه بشپړې کړي. د نوموړي په وینا؛ هېڅ شخص او شرکت اجازه نه لري چې، د بې کیفیته کار په ترسره کولو سره د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او د فرصتونو د ضایع کېدو لامل وګرځي.
همدا راز کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو ښاري سیمو کې د پروژو کارونه باید د کاري شفټونو له لارې تنظیم شي څو ښاریانو ته ستونزې جوړې نه کړي او همدا راز د پروژې د کار پر مهال باید د خوندیتوب، اوبوشیندلو، د ودانیزو اضافي توکو لېږد او نورو مسایلو ته په جدي توګه پام وشي.
دغه راز کابل ښاروال پر معیاري رغونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، دا کار د کابل ښار منظمې او تلپاتې پراختیا ته لاره هواري.
دا په داسې حال کې ده چې، کابل ښاروال په دوامداره توګه د ښار په کچه د پلې کېدونکو پروژو له کار څخه څارنه کوي څو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي.