خپلواکۍ سلمې کلیزې، جشن چمتوالې په ویاړ؛ د ځغاستې او نښې ویشتلو سیالي تیره ورځ د هیواد پنځه ګونه سیالیو ملي فدارسیون او د کابل ښاروالۍ پنځمې ناحیې له لورې د لس ګونو ځوانو لوبغاړو په ګډون ترسره شوي. له دي لوبو څخه موخه د هیواد له ویاړ څخه ډکې خپلواکي ته درنښتښودل شوي، چې لوبغاړي پکې ورزشي نندارو لپاره چمتو کیږي. د ورزش له لارې کولای شو په ننې او راتلونکي نسلونو کې د خپلواکي ساتلو او ملي حاکمیت ساتلو روحیه پیاوړي کړو، ورزش نه یوازي یو سالم مصروفیت ده بلکې د ورزش له لارې کولاي شو خپل هیواد کې ملي یووالي او تلپاتي سولې ته ورسیږو. د یادونې وړ ده چې ننې نوې ځوانان د هیواد د راتلونکې امیدونه دي او په دي لوبو کې د هغوي د هڅولو په موخه، یو شمیر غوره لوبغاړو ته چې ډالۍ چمتو شوې وي وویشل شوي.