الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ملګرو ملتونو د پروژو له دفتر (UNOPS) سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

18 جدی 1404

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په اړه، د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژو د دفتر (UNOPS) ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر “زمرک یاسر” د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته کړه چې، د پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه باید د کابل ښاروالۍ او د (UNOPS) دفتر د څارنې ټیمونو ترمنځ لا زیاته او دوامداره همغږي رامنځته شي.
ښاغلي یاسر د یاد دفتر له پخوانیو همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، کابل ښاروالۍ ژمنه ده څو له همکارو بنسټونو سره خپلې ښې اړیکې او اړینې همغږۍ نورې هم پیاوړې کړي.
د نوموړي په وینا، په روان کال کې د (UNOPS) دفتر له خوا ۱۲۳ ودانیزې پروژې طرحه او بشپړې شوې دي، چې موخه‌یې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه او د کاري فرصتونو رامنځته کول ؤ، چې د ښاري ستونزو په حل او د یوه سالم ښاري چاپېریال په رامنځته کولو کې یې مثبتې پایلې لرلي دي.
د ودانیزو چارو مرستیال غوښتنه وکړه چې، یاد دفتر دې د ورته پروژو په پلي کولو کې لا زیاته همکاري وکړي، څو له یوې خوا د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشي او له بلې خوا به د نویو پروژو له لارې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر استازو د کابل ښاروالۍ له‌ خوا د پروژو د پلي کېدو پرمهال د اړینو آسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې، نوې پروژې به د چاپېریالي ستونزو د حل او مستحقو ښاریانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه، د لومړیتوب پر بنسټ طرحه او عملي شي.
هغوی زیاته کړه چې، د دې دفتر له وروستیو پروژو څخه، دا مهال ۸ پروژې په عملي توګه روانې دي او په راتلونکي کې به پاتې کارونه هم په غوره کیفیت پر مخ یووړل شي.
دغه پروژې فرعي سړکونو، کوڅو، پارکونو او د نورو عامه تاسیساتو جوړولو ته ځانګړې شوې دي، چې په معیاري توګه به پلې کیږي.
همدارنګه، د غوره کیفیت د تضمین او په ټاکلي وخت د پروژو د پلي کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ تخنیکي او فني ټیمونه د تخنیکي سندونو پر بنسټ د کار بهیر له نږدې څاري او ارزونه یې کوي.