
د برهکي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک د جوړولو پروژه، چې د روان کال د غبرګولي میاشتې په بهیر کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وه، تر اوسه ۷۰ سلنه پرمختګ لري او کارونه یې روان دي.
د دې پروژې د مسئول انجنیر عبیدالله الهام په وینا، د نورو برخو د کار له پرمختګ سره هممهاله، د ځمکې لاندې سړک د دواړو ډکسلېبونو چارې بشپړې شوې دي.
اوس مهال د ځمکې لاندې سړک په مرکزي برخو کې د کیندنې او د استحکامي پایلونو کانکریټ چارې روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به یې د ځمکې لاندې سړک دواړه خواوې په بشپړ ډول یو بل سره ونښلول شي.
د برهکي څلورلارې د ځمکې لاندې سړک د نادریې لیسې له خوا څخه د ترافیک تر څلورلارې پورې غځېدلی، چې ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
د دې پروژې په جوړښت کې ۵۲۵ استحکامي پایلونه په پام کې نیول شوي، څو د وسایطو تګ راتګ ته آسانتیاوې رامنځته شي.
د دې پروژې د بشپړېدو په موخه هڅې روانې دي، ترڅو هر څه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه، ډېر ژر به د برهکي څلورلارې د هوايي پله د جوړولو چارې هم پیل شي. دغه پل له دهن باغ څلورلارې څخه تر پروان دو څلورلارې پورې جوړېږي، چې ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور، ۵.۵ متره لوړوالی او ۲۴۷ استحکامي پایلونه لري.
کابل ښاروالۍ له درنو ښاریانو څخه هیله کوي چې، د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال له اړتیا پرته تګراتګ څخه ډډه وکړي.
په بره کي څلور لارې کې د ځمکې لاندې سړک د جوړولو پروژه ۷۰ سلنه پر مختګ لري
18 جدی 1404


