
په نږدې راتلونکې کې به د نجات څلي په څلورلارې کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیسټم د موټرو د هوایي پله د جوړولو چارې پیل شي!
کابل ښاروالۍ د خپلو بنسټیزو برنامو په دوام او د ترافیکي ګڼهګوڼې د کمښت په موخه، د نجات څلي په څلورلارې کې د انټرچېنج (دایروي رمپونو) په سیستم د موټرو یوه هوایي پله د جوړولو طرحه او ډیزاین چمتو کړي دي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس انجنیر فایق احمد تسل په دې اړه وویل: یاد هوایي پل چې، د کابل– لوګر پر اصلي سړک جوړېږي، د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي، د وسایطو د ډېرېدو او د پرمختللي او معیاري ترانسپورتي سیستم د اړتیاو په پام کې نیولو سره ډیزاین شوی دی او د کابل ښاروالۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي.
د نجات څلي څلورلارې د کابل ښار له ګڼهګوڼه لرونکو سیمو څخه شمېرل کېږي، چې د کابل–لوګر او کابل–جلالآباد دوو مهمو ترانسپورتي دهلیزونو د تېرېدو نقطه ده.
کابل ښاریان او نور مسافرین هره ورځ له دې سیمې څخه د تېریدو پر مهال له ترافیکي ګڼېګوڼې سره مخ کېږي، چې دا وضعیت د وخت د ضایع کېدو، د موټرو د سون توکو د مصرف د زیاتوالي، د ترانسپورتي لګښتونو لوړوالي، د چاپېریال د ککړتیا او د ترانسپورتي سیستم دګډوډۍ لامل ګرځي.
ښاغلي تسل زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل په موخه، له وړاندې د دې څلورلارې ترافیکي معلومات راټول کړي وو او له هر اړخیزو تخنیکي او ترافیکي تحلیلونو او څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې، د نجات څلي څلورلارې په اوسني حالت کې د خدمترسونې وړتیا ډېره ټيټه ده او نه شي کولای د اوسني ترافیکي بهیر او د راتلونکو کلونو د وړاندوینې له مخې د ترافیکي بهیر زیاتوالي ته مناسب ځواب ووايي.
نوموړي څرګنده کړه چې، د دغو ارزونو پر بنسټ، په نجات څلي کې هوایي پل هر لوري ته په درېیو لینونو (درې د تګ او درې د راتګ لپاره) ډیزاین شوی، چې په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۲۸ متره سور لري.
د دې پل لوړوالی شاوخوا ۷ متره ټاکل شوی، ترڅو وسایط په خوندي توګه تګ راتګ وکړي او د ټیټې سطحې ترافیکي بهیر به هم ښه تنظیم شي.
دغه راز د دې پروژې په چوکاټ کې، دوه دایروي رمپونه یا لوپونه هم ډیزاین شوي چې یو یې شاوخوا ۲۵۲ متره او بل یې ۲۳۹ متره اوږدوالی لري او شعاع یې ۴۸ او ۵۰ متره ده.
د نجات څلي په څلورلارې کې د هوایي پله جوړول، د کابل ښاروالۍ له سترو ګامونو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د ترانسپورتي شبکې پیاوړتیا، د ترافیکي ګنه ګوڼې کمښت او د ښاري نظم ښهوالی دی.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي سربېره، د کابل ښار دوامداره پرمختګ ته زمینه برابره شي.
کابل ښاریانو ته د خوښۍ زېری
20 جدی 1404


