الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې د حضرت یوسف(ع) د جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي

21 جدی 1404


د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني په پروژه کې د حضرت یوسف (علیه‌السلام) جامع جومات د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي.
ټاکل شوې چې دا جومات د ۸۰۰ متره مربع په مساحت سره د یوې تهکوۍ په ګډون، په دوو پوړونو کې د ۸ میاشتو په موده کې په اساسي بڼه جوړ شي.
د یاد جومات د جوړولو په پروژه کې چې، په یوه وخت به د څه باندې ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، د اودس کولو ځایونه، تشنابونه، زرغونې سیمې، د فاضلاب څاه او نورې اړینې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
تر دې وړاندې، د یاد جومات د کوچني والي له امله د سیمې اوسېدونکي د لمانځه ادا کولو پر وخت له ستونزو سره مخ وو، چې د سروي له ترسره کولو او د معیاري ډیزاین له بشپړېدو وروسته یې د اساسي جوړولو په اړه اقدام وشو.
د یادونې وړ ده چې، د اسلامي امارت د مشرتابه د سپارښتنې له مخې به، کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو ناحیو کې پنځه محرابه جامع جوماتونه جوړ کړي، چې تر دې مهاله د دوو جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې او د پاتې دریو نورو به له ژمي وروسته پیل شي.