د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ښار په اوږدو کې د نامنظمو لوحو او اشتهاراتو راټولو چاري پیل کیږي

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوری چارو معین مرستیال سرڅېړونکی محمد فاضل شریفي تر نظر لاندې، د ښار په اوږدو کې د نامنظمو لوحو او اشتهاراتو راټولو لړۍ د لوحو اصلاح کولو کمیسیون له لوري د ښار پاکي او ښکلا په موخه پیل کیدونکې ده. د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد کمیسیون له لوري د ده افغانانو سیمې څخه د نامنظمو لوحو راټولو چارې پیل شوی، چې په پایله کې یو شمېر نامنظمه لوحې او اشتهارات چې ټاکل شوي معیارنو باندې برابرې نه وي راټولي او د نورو لوحو تنظیم لپاره د بیلا بیلو اصنافو ژمنه واخستل شوه، او دا چاره به په ټول ښار کې پلي شي. د دي کمیسیون د لارښونې له مخې د لوحو د ډیزاین ، د ملي او بهرني ژبو لیکلو او همدارنګه د لوحو ایښودلو ځاي ټاکلو چارې باید له اړوندې ناحیې او د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په همغږې ترسره شي، د نه منلو په صورت کې به د کابل ښاروالۍ له لوري سرغړونکو سره قانونی چلند وشی.