الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مالګدامونو د فعالولو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

22 جدی 1404


د ریاست الوزراء مقام د حکم پر بنسټ، د کابل ښار په څلورو دروازو کې د کابل ښاروالۍ د مالګدانونو د فعالولو په اړه د کابل ښاروالۍ، ترانسپورت وزارت او د ترافیک ریاست د مسئولینو، د هټۍوالو ټولنې او د ښاري نظم کمېټې د استازو ترمنځ لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ښاري ترانسپورت د تنظیم په برخه کې د مالګدامونو په اهمیت خبرې او بحث وشو او ټینګار وشو چې، د دغو مالګدامونو په فعالېدو سره به ښار ته د لوړ تناژ لرونکو وسایطو له داخلېدو او د ښاري سړکونو له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.
د غونډې ګډونوالو د ښاري نظم د رامنځته کېدو، ترافیکي ګڼه ګوڼې کمښت او د لېږد را لېږد په برخه کې د مالګدامونو رول مهم وباله او پر فعالېدو یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې، د اړوند ادارو ترمنځ به د کابل ښاروالۍ د مالګدامونو د فعالولو په اړه همغږي لا ډېره او پیاوړې شي.