الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښار د وچکالۍ پر غاړه

کابل ښار د وچکالۍ پر غاړه د اوبو د ګواښ ریښتینی انځور دویمه او وروستۍ برخه چمتو کوونکۍ: عبادالله بارکزی د اوبو اهمیت: اوبه زموږ د ورځني ژوند، کرنې، صنعت، پاکوالي او انرژي لپاره اساسي اهمیت لري. د اسلام له نظره هم اوبه الهي نعمت دی چې، بې ځایه ضایع کول یې ناروا ګڼل کېږي. اوبه د عامې روغتیا بنسټ دی. اوبه، د چاپېریال د ساتنې، ښاري نظم او ښې فضا لپاره اړینې دي. اوبه د ټولنیز ثبات او اقتصادي پراختیا مهم عنصر دی. د کابل د اوبو اوسنی وضعیت: - د زېرمو کمښت: د ځمکې لاندې اوبو سطحه ورځ تر بلې ښکته روانه ده چې، د باران کمښت، د نفوس زیاتوالی او د غیر قانوني څاه ګانو کیندل یې عمده لاملونه دي. ککړتیا: فاضلاب، جامد کثافات او نور کیمیاوي مواد د ځمکې لاندې اوبو ته لاره پیدا کوي. کمزوری مدیریت: د اوبو د زېرمو، وېش او مصرف په برخه کې د واحد مدیریت نشتون. د نفوس زیاتوالی: د نفوس چټکه وده، مهاجرتونه او کور جوړونې د اوبو د غوښتنې کچه لوړه کړې. اقلیمي بدلون: وچکالي، د واورو کمښت او د موسمي بدلونونو اغېز ، د اوبو پر سرچینو منفي اغېز کړی. څه باید وشي؟ د اوبو د سپما په اړه عامه پوهاوی: باید د ښوونځیو، جوماتونو، رسنیو او ټولنیزو کمپاینونو له لارې خلکو ته د اوبو د سپما د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړل شي. د باراني اوبو راټولول: د باران او سیلابي اوبو د راټولولو په موخه دې سیسټمونه جوړ شي. د ځمکنې لاندې اوبو د قوانینو پلي کول: د غیرقانوني څاه‌ګانو کیندنې دې بندې او د اوبو استخراج دې قانوني شي. بیارغونه او ساتنه: د اوبو د شبکو، نلدوانۍ، زېرمو او سیستمونو رغول او عصري کول. د فاضلاب مدیریت: د فاضلاب لپاره دې تصفیه‌خونې جوړې او فعاله شي. دوامداره ستراتېژي: د اوبو د دوامداره مدیریت لپاره دې اوږدمهاله پلانونه جوړ شي. اوبه ژوند دی او د ژوند دوام پر اوبو تړلی دی. که د اوبو اوسني وضعیت ته جدي پاملرنه ونشي، کابل به له سختې وچکالۍ، ناروغیو او ټولینزو ستونزو سره مخ شي. د دولت، ښاروالۍ، مدني ټولنو او هر وګړي ګډ مسئولیت دی چې، د اوبو اهمیت درک کړي او په سپما او ساتنه کې یې برخه واخلي. کابل د اوبو دکمښت له ګواښ سره مخ دی. کابل د افغانستان پلازمېنه، له سختې وچکالۍ او د ځمکنې لاندې اوبو له کمښت سره مخ دی. د نفـوس زیاتـوالی، اقلیمي بدلون، ناسم مدیریت او د زېرمو بې‌ ځایه کارونې د اوبو دوامداره کمښت ته لاره هوارې کړې ده، که چېرې اړین ګامونه وانخیستل شي، ښاریان له جدي بحران سره مخ کېدای شي. کابل ښار چې نږدې ۶ میلیونه نفوس لري، د اوبو د کمښت له امله له یوه پراخ بحران سره مخ دی. د بارانونو کمښت، د چاپېریال بدلون، له ځمکې لاندې اوبو څخه زیاته ګټه اخبستنه او د اوبو بې ځایه ضایع کېدل هغه عوامل دي چې، د اوبو سطحه یې ټیټه کړې ده. کارپوهان وایي چې، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه هر کال له ۲ تر ۵ مترو پورې راکښته کیږي. د ښار د اوسېدونکو ډیری برخه له څاه ګانو او زېرمو څخه اوبه ترلاسه کوي، خو دا سرچینې نور د تل لپاره بسنه نه کوي. اصلي ستونزې: په ناقانونه توګه د څاه ګانو کیندنه د باراني اوبو نه راټولېدل. د پاکو اوبو د شبکې نشتوالی. د اوبو د سپما کلتور کمزورتیا. د حل لارې: د بـاراني اوبـو د راټـولـولو د سیستمونو جوړول. د څاه ګانو قانوني کول او محدودول. د اوبو رسولو شبکو پراختیا. د عامه پوهاوي د کچې لوړول. پایله: د کابل ښار د اوبو ستونزه یوازې یو طبیعي بحران نه، بلکې د مدیریت د پلان ‌نشتوالي او د خلکو د پوهاوي کچې کموالی هم دی. که بېړني او اغېزناک ګامونه وا نه‌خستل شي، نه یوازې دا چې اوسنی نسل به له سختو ستونزو سره مخ شي، بلکې راتلونکی نسل به هم په ډېرې سختۍ سره د ژوند بنسټیزه اړتیا (اوبه) ترلاسه کړي. حکومت باید د اوبو د مدیریت یو جامع پلان جوړ او پلی کړي، خلک باید د اوبو اهمیت درک کړي او رسنۍ باید د پوهاوي په برخه کې فعاله ونډه واخلي. یوازې د ګډ کار له لارې کولای شو دغه ستونزه کنټرول او د اوبو دوامدارو سرچینو ته لار هواره کړو. کابل ښاروالۍ د کابل ښار د اوبو د مدیریت په موخه لاندې چارې ترسره کړې دي:
  • د اوبو رسولو شبکې پراخول او بیارغونه:
    کابل ښاروالۍ د ښار د اوبو د لېږد شبکې پراختیا او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده تر څو د اوبو رسولو کیفیت ښه شي.
  • د اوبو د کیفیت څارنه:
    د اوبو د کیفیت له ښه والي څخه په منظمه توګه څارنه کوي څو خلک پاکې او صحي اوبه ترلاسه کړي.
  • د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی:
    ښاروالۍ هڅه کوي چې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، لکه د ټانکرونو سم مدیریت او د اوبو له څاه ګانو څخه څارنه.
  • د اوبو د زېرمو ساتنه:
    د ښار په بېلابېلو برخو کې د اوبو زېرمې او څاه ګانې ساتي او له هغو څخه د غیرقانوني او بې ځایه ګټې اخیسنې مخنیوی کوي.
  • د عامه پوهاوي برنامې:
    د اوبو د سپما او د هغو د پاک ساتلو په اړه خلکو ته پوهاوي ورکوي.
  • د اوبو د فاضلاب مدیریت:
    د اوبو د فاضلاب سیستمونو پراختیا او بیارغونې ته پام کوي تر څو د چاپېریال ککړتیا کمه کړي.
    په ټوله کې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د اوبو منظم او سالم مدیریت وکړي، خو لا هم د اوبو د کمښت، ککړتیا او بې نظمۍ ستونزې شتون لري، چې هوارول یې ګډ کار ته اړتیا لري.