
د ټولګټو او زیربنايي پروژو د غوره پلي کېدو او د سړکونو په اوږدو کې د برښنايي شبکو د لېږد په موخه د کابل ښاروالۍ او کابل برښنا شرکت ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د کابل ښاروالۍ او برښنا شرکت ترمنځ پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د سړک جوړونې پروژو د غوره تطبیق په موخه اړینه ده څو د یو شمېر سړکونو په اوږدو کې د برښنا شبکو د لېږد په برخه کې چې، د پروژو د پلي کېدو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي پر وخت اقدام وشي.
نوموړي همدا راز د نویو سړکونو لپاره د برښنا د تامین په موخه له برښنا شرکت څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال د کابل برښنا شرکت رئیس مولوي حماد ډاډ ورکړ چې، دا شرکت به د سړکونو په اوږد و کې د برښنايي شبکو د تنظیم او لېږد او همدا راز د نویو سړکونو لپاره د برښنا د تأمین په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره خپلې همکارۍ لا پراخه کړي.
دا غونډه د خدماتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د ډېرېدو او د ښار په کچه د ټولګټو او زیربنايي پروژو د ښه تطبیق په موخه جوړه شوې وه.
د کابل ښاروالۍ او برښنا شرکت ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
23 جدی 1404


