د کابل ښاروالۍ له لورې د چاپيریال ساتنې نړیوالې اونۍ په خاطر د خانه نور ښوونځي زدکونکو ته د تیاتر نندارې وړاندې شوي. له دي تیاتر څخه موخه د چاپيریال ستونزو ته پاملرنه ښودل شوي چې ښاریان د کابل ښاروالۍ او نوو اړوندو ارګانونو ترڅنګ د کابل ښار چاپيریال ساتنې پاکوالي په اړه هڅه وکړي. کابل ښاروالۍ د ښاري فرهنګ دود کولو، ونو ايښودلو او ساتنې او چاپيریال ساتنې په اړه په ګڼ شمیر ښوونځیو کې ننداري لیدو ته وړاندې کړي چې ښاریان هم د ښار په وړاندې د مسولیت احساس وکړي او له بل لوري د ښوونځیو زدکونکي له ښکلې موسم څخه په تعلیمي او تفریحي ځایونو کې خوند واخلي. چاپيریال ساتنې ته پاملرنه د انسان سلامتیا ته خورا اهمیت لری چې همدا محال هم په کابل ښار کې د هوا ککړتیا له سترو ننګونو څخه ګڼل کیږي، چې ښاریان او په ځانګړي توګه د ښاري سکټور ادرې ورسره لاس او ګریوان دي. د یادونې وړ ده چې د ځینو اصلي او فرعي سړکونو جوړولو سره د تیرو کلنو په پرتله، د هوا ککړتیا کمه شوی او د هوا د ککړتیا یو لامل د پلاستیک څخه ګټه اخیستنه همدارنګه د ټایرونو او سکرو څخه ګټه اخیستنه ده، هیله ده چې ښاریان ترې ډډه وکړئ.
د چاپيریال ساتنې نړیوالې اونۍ په خاطر د تیاتر ننداري ترسره شوي
26 جوزا 1398