د سطحي اوبو د مدیریت او سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د شپاړلسمې ناحیې اړوند د ملي بس تصدۍ له مخې څخه د کابل تر سیند پورې د ۵۵۱ مترو په اوږدوالي او د ۱.۱ مترو په سور د کانال جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، په معیاري توګه هرڅه ژر بشپړې شي.
تر دې وړاندې په یاده سیمه کې د کانال د نشتون له امله اوبه سړکونو ته راختلې چې ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي ؤ، خو د دې کانال په جوړېدو سره به د سطحې اوبو د مدیریت او په بنسټیزه توګه د یادې ستونزې د هوارولو لپاره، یوه اساسي حل لاره پیدا شي.
په شپاړلسمه ناحیه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي
23 جدی 1404


