الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو له فعالیت څخه څارنه وشوه

23 جدی 1404


د کابل ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو له مخې، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو له فعالیت څخه څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې.
د دوه ویشتمې ناحیې رئیس انجنیر محمد داود په دې اړه وویل: د څارنو په لړ کې په هټیو او لویو پلورنځیو کې د نرخنامې له مخې د توکو د نرخونو او کیفیت ارزونه و شوه او هټیوالو ته ټینګار وشو چې، د صنفي جواز او د روغتیا کارت شتون او دغه راز د چاپېریال پاک ساتل حتمي او ضروري دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې ناحیې د بازارونو نظم په دوامداره توګه څارل کیږي او فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې ده چې، په خپلو فعالیتونو سره د پلیو لارو او سړکونو د بندیدو لامل نشي.
همدا راز ګرځنده پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې، چاپېریالي ستونزې او په سړکونو کې ګډوډي رامنځته نه کړي.
د یادونې وړ ده چې، د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۸۰ کیلوګرامه تېر وخته او بې‌کیفیته توکي هم راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته لیږدول شوي دي.