
“عزیزي”
ژمنتیا او عمل دوه هغه مهم مفاهیم دي چې، د فردي او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي. کله چې یو انسان د خپل ژوند، کار، هېواد یا ارزښتونو په وړاندې ژمنه وکړي، دا ژمنه هغه ته یو مسئولیت ور په غاړه کوي. خو یوازې ژمنه کول بسنه نه کوي؛ تر څو چې عمل ورسره مل نه شي، ژمنتیا بېمعنا پاتې کېږي.
ژمنتیا د زړه هغه هوډ دی چې، انسان یې د یوې موخې یا ارزښت د پوره کولو لپاره کوي، دا یو ډول اخلاقي او وجداني تړاو دی، چې انسان ته وایي: “زه باید دا کار وکړم، ځکه دا زما مسئولیت دی.” که دا ژمنتیا د هېواد، کورنۍ، تعلیم، کار، دین یا ټولنې په وړاندې وي، انسان ته لارې په ګوته کوي او تر موخې پورې یې رسوي.
ډیری وخت عمل د ژمنې پر بنسټ ترسره کېږي، مانا دا چې، یو څوک د یوې خبرې، هوډ یا باور مطابق ګام واخلي، نو دا یې عمل دی. عمل یوازې فزیکي کړنه نه ده، بلکې د یو تصمیم عملي بڼه ده، ښه نیت او لوړه ژمنه تر هغه هېڅ ارزښت نه لري، تر څو چې عمل پرې ونه شي.
بې عمله ژمنتیا، یوازې تشې خبرې دي او بې ژمنتیا عمل، بې موخې کړنه ده، بریالی انسان هغه دی چې، دواړه یو ځای ولري، یوې روښانه موخې ته ژمن وي او د هغه لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
که غواړو په ژوند کې بریالي شو، نو باید لومړی د خپلو ارزښتونو، موخو او مسئولیتونو په وړاندې ژمن پاتې شو او بیا دا ژمنتیا په عمل کې ثابته کړو، ځکه ژمن فکر او هوډ، او پرې عمل کول، د بدلون او پرمختګ اصلي راز دی.
کابل، د افغانستان د زړه او پلازمېنې په توګه د میلیونونو خلکو د ژوند تمثیل کوي، دا ښار د تاریخ، فرهنګ، سیاست او اقتصاد یوه مهمه مرجع ده، چې اداره او سمون یې ځانګړې پاملرنه غواړي. کابل ښاروالۍ هغه لویه خدماتي اداره ده چې، د ښار د ښېرازۍ، نظم او ښاري خدمتونو د ترسره کولو مسئولیت پر غاړه لري.
ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه کابل ښاریانو ته څرګنده ده چې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې کابل د آبادۍ، پراختیا، نظم او ښکلا په برخه کې د ګڼو لاسته راړونو شاهد ؤ، دا لاسته راوړنې چې د یوې پیاوړې ادارې، ژمنو کارکوونکو او منظم پلان له مخې ترلاسه شوې دي، د دې خاورې د هر آبادي غوښتونکي هېوادوال له هرکلي سره مخ شوې دي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، تر یوه کال څخه بل ته خپل پلانونه او برنامې لا پراخې کړي، هر کال په پلانونو کې د پروژو شمېر ډېرېږي او هڅه کوي چې، د کابل ښار هرې سیمې او هرې څنډې ته خپل فعالیتونه او برنامې وغځوي. دا اداره غواړي خپل پلانونه داسې طرحه او ډیزاین کړي چې، په کابل ښار کې هېڅوک د محرومیت احساس ونه کړي او د آبادۍ په هېنداره کې خپل ځان وویني.
د دې لویې خدماتي ادارې د هرې برخې کارکوونکي خپل کارونه په مینـه ترسـره کـوي، تنظیفي کارکوونکي شپه او ورځ زیار ګالي څو ښار پاک او نظافت یې وساتل شي. په همدې توګه د زرغونتیا برخې کارکوونکي هم په دومداره توګه د ښار په کچه د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو او ساتنه بوخت دي، ځکه دوی غواړي کابل ښاریان په یوه زرغون ښار کې آرام او سوکاله ژوند وکړي. انجنیران هڅه کوي څو په کابل ښار کې معیاري آبادي رامنځته او د کابل ښاروالۍ ټولې پروژې په لوړ کیفیت پلې شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه، مسئولین او کارکوونکي د کابل ښار د پرمختګ په برخه کې پیاوړی عزم او نه ماتېدونکې ژمنتیا لري او تر هغه به په خپلو ژمنو ولاړ وي څو کابل په یوه معیاري، آباد، هوسا او منظم ښار بدل شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه له ټولو ښاریانو مننه کوي چې، تر دې دمه یې د هرې پروژې په پلي کولو کې مرسته کړې ده، خو بیا هم که غواړو چې د لا ډېر پرمختګ او آبادۍ شاهدان و اوسو، د ښاریانو مرستې او همغږۍ ته تل جدي اړتیا ده. که ښاریان په هره برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار او همغږي و اوسي، نو هیلو ته د رسېدو لاره لنډېږي او موخـو ته رسـېدل آسانه کېږي. کابل به انشاءالله په راتلونکو کلونو کې هم د ګټورو او داسې پلانونو د پلي کېدو شاهد وي چې، ساری ونه لري.
تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د کابل ښاروالۍ لرلید دا دی چې، یو منظم، له ګڼه ګوڼې خالي او معیاري ښار ولري او د الله تعالی په مرسته به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
کابل هغه ښار دی چې، هویت، تاریخ او ویاړونه لري، د دې ښار سمون، ښایست او پرمختګ د کابل ښاروالۍ او ښاریانو ګډو هڅو ته اړتیا لري، که مسئولین ژمن وي او خلک همکاري وکړي، کابل کولای شي د یو عصري، پاک، زرغون او منظم ښار بڼه خپله کړي.
ژمنتیا او عمل د بریا او پرمختګ دوه رازونه


