
د اوولسمې ناحیې په ۱۹م، ۲۹م، ۳۰م او ۳۲م ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اوولسمې ناحیې د رئیس مولوي حبیب الحق حقاني، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په هغه پرانیستغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې وویل: دغه پروژې په ټولیزه توګه د ۲۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه پلې او بشپړې شوې.
د نوموړي په وینا؛ د دغو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې هوارې شوې او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته یې لاس رسی موندلی دی.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې، په ۱۹م کذر کې کانکرېټ چارې ۵۹۰ متره اوږدوالی، په ۲۹م ګذر کې ۵۰۰ متره اوږدوالی، په ۳۰م ګذر کې ۶۰۰ متره اوږدوالی او په ۳۲م ګذر کې ۷۳۰ متره اوږدوالی او د لښتیو په ګډون ۴ او ۸ متره سور لري.
نوموړي دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې، په هره پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۱۵۰ تنو هېواد والو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
همدا راز د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل شول چې، د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتنې ته پام وکړي څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دا ډول پروژو له پلي کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
په اوولسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې شوې
24 جدی 1404


