الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګمارل شوي کمیسیون له خوا د آدرس موندنې لوحو د نصبولو له چارو څارنه وشوه

25 جدی 1404


د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون له خوا د ښار په کوڅو، سړکونو او عمومي واټونو کې د آدرس ( پتې) موندنې لوحو د نصبولو له چارو څارنه وشوه.
د یاد کمیسیون غړو دا پروژه د کابل ښار د تاریخي او کلتوري ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې اغېزمنه وبلله او د رسمي ژبو د کارولو، د نصبولو لپاره یې د مناسبې سیمې او موقعیت په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.
د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه په عمومي سړکونو کې د فاصلې (واټن) په پام کې نیولو سره ۱۰ معلوماتي لوحې نصب شوې دي او ټاکل شوې ده ۷۷ نورې معلوماتې لوحې او ۱۸۵ د لارښوونې تابلوګانې د ښار په نورو سړکونو کې هم نصب شي.
د یادونې وړ ده چې، د لارښوونې په تابلوګانو کې به د اصلي او ورڅېرمه سیمو نومونه درج شي څو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز د ادرس موندنې په پروژه کې د کورنو مخې ته د شمېرې وهلو پلېټونه هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې کابل ښاریانو په ځانګړې توګه هغو مېلمنو ته چې، په ښار کې تګ راتګ کوي، د پتې موندنې آسانتیاوې رامنځته او و به کولای شي په آسانه توګه خپله د پام وړ سیمه پیدا کړي.