
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د پروان سه له څلورلارې څخه تر لب جر پورې د وزیر آباد کانال د بندو برخو د پاکولو چارې روانې دي.
د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل چې، دا کانال د ۱۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۵ او ۱۰ مترو په سور سره د ۱۵مې، ۱۷مې، ۱۱مې، ۱۰مې، څلورمې او دویمې ناحیې د ځمکې سطحي اوبه په منظمه توګه لېږدوي خو د یو شمېر ښاریانو د ناغیړۍ له امله یې ځیني برخې بندې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې کانال د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو اچول او ورته د فاضلاب لارو را ګرځول دي چې، د اوبو د لېږد مخه یې ډب کړې ده.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه د وزیرآبا کانال په اوږدو کې له مېشتو اوسېدونکو غواړي چې، د دې کانال پاک ساتلو ته پام وکړي او د فاضلاب لارو له را پرېښودلو څخه ډډه وکړي، ځکه هر کال د کانالونو او لښتیو د پاکولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ ګڼې انساني او مالي سرچینې مصرف کېږي.
د وزیرآباد کانال د بندو برخو د پاکولو چارې روانې دي


