
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزاء مقام د حکم له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو په کچه یو شمېر نوې ګمارنې ترسره شوې.
د دې ګمارنو پر بنسټ؛ د کارکوونکو چارو پخوانی مرستیال مولوي صارم محمود تبدیلاً د یاد ریاست د نوي رئیس، د اتمې ناحیې پخوانۍ رئیس مفتي روح الله عثماني تبدیلاً د پنځلسمې ناحیې د نوي رئیس، د پنځلسمې ناحیې پخوانی رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد تبدیلاً د اتمې ناحیې د نوي رئیس، د پنځمې ناحیې پخوانۍ رئیس مولوي ابوبکر تبدیلاً د دیارلسمې ناحیې د نوي رئیس او د دیارلسمې ناحیې پخوانی رئیس مولوي عبدالصمد عابد تبدیلاً د پنځمې ناحیې د نوي رئیس په توګه وټاکل شول او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له لوري د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د یادې ادارې د مشرتابه لارښونې وکړې او ویې ویل چې، له دې ګمارنو څخه مخه د ښاري پلانونو او برنامو ښه پلي کېدل دي څو پر بنسټ یې ښاریانو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه چې، دا بدلونونه تر دقیقې ارزونې وروسته ترسره شوي دي.
د نوموي په وینا؛ نوي ګمارل شوي کسان د تجربې او کاري ژمنتیا په اساس ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري څو په معیاري توګه د خپلو دندو په ترسره کولو سره د ښاریانو د رضایت کچه لا لوړه کړي.
په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې
28 جدی 1404


