الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نودویک فامیليو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

29 جدی 1404

د اوولسمې ناحیې اړوند په نودویک فامیليو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې لومړۍ برخه، چې تېر کال د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، اوس د بشپړېدو په حال کې ده.
په دغه پروژه کې چې، ۱۴۸۵ متر مربع مساحت لري، د تهکوۍ په ګډون د دوه ۱۰ پوړیزو بلاکونو جوړول شامل دي چې، یو پوړ یې د سوداګریزو فعالیتونو او پاتې ۹ پوړونه یې د استوګنې لپاره ځانګړي شوي دي.
د چمتو شوې طرحې له مخې، په دغو بلاکونو کې د یو شمېر هټیو او سوپرمارکېټونه په ګډون، په ټوله کې ۱۰۸ استوګنیز آپارتمانونه ډیزاین شوي دي.
دغه راز په دې پروژه کې د زرغونو سیمو، معیاري پلیو لارو او د وسایطو پارکینګ جوړول او نورې اساسي اړتیاوې هم شاملې دي، چې د راتلونکي کال په ترڅ کې به یې د جوړولو چارې د پروژې د دویم پړاو د پلي کېدو پرمهال پیل شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او بیا تنظیم ریاست په پام کې لري، چې د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري پراختیا له عصري میتودونو څخه په ګټې اخیستنې، د مناسبو استوګنځایونو د برابرولو او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ورته نور پروژې هم پلې کړي.
دا میتود د متوازنې او دوامداره ښاري پراختیا د تحقق لپاره له پرمختللو او اغېزمنو لارو څخه شمېرل کېږي.