الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

29 جدی 1404


د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ، د اوومې، اتمې، نهمې او دیارلسمې ناحیو د ګذر وکیلانو د ټاکنې لپاره د نوماندو کسانو د ارزونې او څېړنې په موخه غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د نوماندو کسانو وړتیاوې، ټولنیز ژمنتیا او د مسئولیت منلو کچه، د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ په هر اړخیز ډول و ارزول شول.
د دغې ارزونې د پایلو پر اساس، هغه کسان چې په شرایطو برابر ؤ او لوړې نمرې یې ترلاسه کړې او د کمېټې له خوا یې تایید شوي وي، د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د وروستي تصویب لپاره ورپېږندل کېږي.
وروسته له دې چې قانوني پړاوونه بشپړ او وروستی تأیید ترلاسه شي، ټاکل شوي ګذر وکیلان د ټولنیزو چارو او د خلکو د همغږۍ ریاست له خوا د وکالت مهر له ترلاسه کولو وروسته اړوندو ناحیو ته معرفي کېږي، تر څو په رسمي توګه خپلې دندې پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې، ګذر وکیلان له وړ، ژمن او مسئولو کسانو څخه ټاکل کېږي، څو د خلکو د استازو په توګه په ټولنیزو چارو کې د ښه والي، د ښاري چارو په تنظیم او د ښاریانو او ښاروالۍ تر منځ د همکارۍ په پیاوړتیا کې ګټور رول ولوبوي.
ګذر وکیلان د خپلو دندو د لایحې له مخې د خلکو او مسؤلینو تر منځ د نښلوونکي پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې خپل مسؤلیت په غوره او صادقانه توګه تر سره کړي.