الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د فرعي سړکونو کوڅو او تفریحي پارک جوړولو ۶ پروژې بشپړې شوې

30 جدی 1404


د شپاړلسمې ناحیې په ۱۰م، ۱۳م، ۲۰م، ۲۴م او ۲۵م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو او په ۱۸م ګذر کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو ۶ پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د شپاړلسمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالغفور عمري، د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په هغه پرانیستغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې وویل: دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژي خدمتونو د دفتر په مرسته، په ټولیزه توګه د ۵۰.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ او څلورو میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې.
د نوموړي په وینا د یاد پروژو په بشپړېدو سره د اړوند سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې موسمي ستونزې هوارې شوې دي او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته یې لاس رسی موندلی دی.
د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس زیاته کړه چې، په یادو ګذرونو کې د سړکونو او کوڅو جوړولو پروژې په ټولیزه توګه ۳۸۴۷ اوږدوالی، ۴ او ۶ متره سور لري چې، لښتي هم پکې شامل دي.
همدا راز تفریحي پارک په ۸۰۰۰ متر مربع ځمکه کې د احاطې، د وتلو او ننوتلو دروازو، پلیو لارو، د اوبو د یوې څاه، د اوبو یوې زېرمې، چمن، نیالګیو ، زینتي بوټو او د اوږدو څوکیو په ګډون په اساسي توګه ډیزاین شوی دی.
د دې پارک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي مناسب تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي او همدا راز به د کابل ښار په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
دغه راز د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل شول چې، د نویو جوړو شویو کوڅو، سړکونو او پارک ساتنې ته پام وکړي څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.
ورته مهال د سیمې د اوسېدونکو استازو د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
پاتې دې نه وي چې، په هره پروژه کې د ورځې شاوخوا ۱۵۰ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.