الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یو ویشتمې ناحیې د مسئولینو کړنې او فعالیتونه و ارزول

4 دلو 1404


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یو ویشتمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدنې پرمهال د یادې ناحیې د مسئولینو او کارکوونکو کړنې او فعالیتونه و ارزول.
کابل ښاروال د ښاري خدمتونو د لړۍ په چټک کېدو ټينګار وکړ او څرګنده یې کړه چې، غوره ښاري خدمتونه د بې درېغه هڅو، ژمنتیا او رښتینولۍ پر بنسټ ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې، د مسئولینو له لوري په دنده کې هر ډول وظیفوي غفلت د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ښاریانو ته د منلو وړ نه دی.
د ارزونو په لړ کې یو شمېر هغه کارکوونکي چې، خپلې دندې یې په ښه توګه نه وې ترسره کړې له اداري تادیب سره مخ شول او یو شمېر نور چې، خپل مسئولیتونه یې په ښه توګه ترسره کړي وو لا وهڅول شول.
کابل ښاروال همدا راز ټینګار وکړ چې، له کارکوونکو سره د مکافاتو او مجازاتو د اصل له مخې چلند کېږي او د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید ځانونه د ښاریانو خادمان وبولي، له مراجعینو سره نیک چلند وکړي او خپلې دندې د بشپړې رښتینولۍ له مخې ترسره کړي.
نوموړي د ښاري نظم د رامنځته کېدو، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو د وضعیت ښه کولو او نورو ښاري برخو کې مشخصې لارښوونې وکړې.
کابل ښاروال یو ویشتمه ناحیه د پرمختګ په حال کې ناحیه وبلله او ټینګار یې وکړ چې، دا ناحیه باید د ښاري معیارونو سره سم پراختیا ومومي.
کابل ښاروال د ښاري خدمتونو د وضعیت د لا ښه کېدو په برخه کې د یو ویشتمې ناحیې مسئولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.