
د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د ښاري تأسیساتو له ویجاړېدو څخه د د مخنیوي په موخه، د مسؤلینو او ښاریانو د ګډ کار په پایله کې یوه اندازه واوره جذب وړ سیمو ته ولېږدول شوه.
اړوند مسؤلین وایي چې، جذب وړ سیمو ته د واورې لېږدول د سطحي اوبو د سم مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د تغذیې په برخه کې اغېزمن رول لري.
ښاریان باید د خپلو بامومو واوره په کوڅو او پلیو لارو کې وانه چوي، ځکه دا کار د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو رامنځته کېدو سبب ګرځي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د یوې ښې راتلونکې د تضمین په موخه، واوره په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړي او په دې کار سره د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې خپله ونډه اداء کړي.
په دې برخه کې د ښاریانو همکاري د اوبو د سرچینو د دوامداره مدیریت او د ښاري نظم د ساتنې په برخه کې یو اغېزمن ګام بلل کېږي.
د کابل ښار په مرکزي برخو کې له سړکونو او پلیو لارو څخه د جذب وړ سیمو ته واوره ولېږدول شوه
5 دلو 1404


