
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ونو له څانګو څخه د واورې څنډلو چارې روانې دي، څو د څانګو له ماتېدو او د ونو له زیانمنېدو څخه مخنیوی وشي.
پر څانګو د واورې پاتې کېدل زرغونو سیمو ته زیان رسوي؛ له همدې امله دزرغونتیا ریاست ټیمونه هڅه کوي چې په دې برخه کې پر وخت او ګټور ګامونه پورته کړي څو ونو او نیالګیو ته زیان ونه رسېږي.
د ونو له څانګو څخه د واورې څنډلو چارې روانې دي
5 دلو 1404


