الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

5 دلو 1404


د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې د زېرمه کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د ښاریانو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د دې حشر په پایله کې چې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست زیارکښه کارکوونکو او یو شمېر ښاریانو پکې ګډون کړی وو یو شمېر پلې لارې او سړکونه له واورو پاک شول او راټوله شوې واوره د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، جذب وړ سیمو ته ولېږدول شوه.
ښاغلي عابد ټینګار وکړ چې، ښاریان باید د خپلو کورنو او بامونو واوره سړکونو او پلیو لارو ته را ونه باسي ځکه د دوی دا کار د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او ښاریانو ته تګ راتګ په برخه کې د ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځي.
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، واوره په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړي څو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او ښاری آسانتیاوې رامنځته شي.