“عزیزي”

ښاري ترانسپورت هغه منظم او ارزول شوي سیستم ته ویل کېږي چې، د ښار د ننه د خلکو تګ را تګ، د توکو لېږد او نورو خدماتو لپاره
کارول کېږي.
دا سیستم بېلابېل وسایط لکه بسونه، ټکسي، ښاري رېلونه، موټرسايکلونه، بایسکلونه او د پلي تګ لارې رانغاړي، چې موخه یې د ښاریانو لپاره خوندي، آسانه او پر وخت د تګ راتګ زمینه برابرول دي.
په ښاري ورځني ژوند کې ښاري ترانسپورت یوه اساسي برخه ده، د منظم ترانسپورتي سیستم شتـون، د کار، زده کړو، سوداګرۍ او ټولنیزو فعالیتونو ترمنځ اړیکه ټینګوي او د ښاري ژوند منظم فعالیت تضمینوي. په همدې توګه معیاري ښاري ترانسپورت د ټرافیکي ګڼه ګوڼې په کمولو، د وخت په سپما، د چاپېریال په پاک ساتنه او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.
د اوسنۍ نړۍ پرمختللي ښارونه چې، د اقتصـادي، ټـولنیـزو او فرهنګي فعالیتونو اصلي مرکزونه ګڼل کېږي،د وګړو د شمېر چټک زیاتوالی او د ښاري ژوند پراخېدل دا اړتیا لا پسې جدي کوي چې، د تګ راتګ لپاره یو منظم، خوندي او معیاري ترانسپورتي سیستم شته وي. معیاري ترانسپورت نه یوازې د ښاري ژوند آسانتیا ده، بلکې د دوامداره ښاري آبادۍ بنسټ هم بلل کېږي.
دلته د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د معیاري ښاري ترانسپورت څو بېلگې له تاسو سره شریکوو:
د لندن د ځمکې لاندې رېل سیستم، د نړۍ له تر ټولو زړو او پرمختللو ښاري ترانسپورتي شبکو څخه دی، دا سیستم د ښار ډېری سیمې سره نښلوي، پر وخت خدمتونه وړاندې کوي او هره ورځ میلیونونه مسافر لېږدوي.
دغه سیسټم د برښنا په وسیله چلېږي چې، د ټرافیکي ګڼه ګوڼې او هوا د ککړتیا په کمولو کې مهم رول لري.
همدا راز پاریس یو منظم او یو له بل سره تړلی ښاري ترانسپورتي سیستم لري چې، میټرو، بسونه او ښاري رېلونه پکې شامل دي. دوی د ټکټ لپاره منظم سیسټم او مهال وېش لري او د تګ راتګ په برخه کې اغیزمن او مهم رول لوبوي.
د ټکټ واحد سیستم او منظم مهالوېش ښاریانو ته آسانه او ارزانه تګ راتګ برابروي. دا سیستم د ښاري ژوند د آسانتیا ښه بېلګه ګڼل کېږي.
که څه هم په پاریس کې د وګړو شمېر ډېر دی خو هېڅ ډول د لارې بندېدو ستونزه پکې نه رامنځته کېږي. د خلکو پر عامه ترانسپورت باور د دې سیستم د بریا مهم لامل دی.
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې بیا تر ټولو دقیق ترانسپورتي سیسټم جوړ شوی دی. دا د رېل او میټرو شبکې سیسټم د لوړې ټکنالوژۍ په مرسته اداره کېږي.
سنګاپور یو عصري او د چاپېریال د سالم ساتلو لپاره منظم ښاري ترانسپورتي سیستم لري.
د MRT رېل، منظم بسونه او د شخصي موټرو د کنټرول تګلارې د دې ښار د ترانسپورت بنسټ جوړوي. د سنګاپور ښار ترافیکي سیسټم د ټکنالوژۍ په وسیله کنټرول او مدیریت کېږي.
په همدې توګه داسې نور هېوادونه دي چې، د ښارونو لپاره یې منظم ښـاري ترانسپورتي سیسټمونه رامنځته کړي دي چې، پر بنسټ یې په عادلانه توګه ښاري ترانسپورت ته لاس رسی ډېر کړی دی او د چاپېریال او هوا د ککړتیا مخه یې نیولې ده.
له بده مرغه، په لږ مخ تللو او مخ پر ودې هېوادونو کې ډېری ښارونه د نامنظم ترانسپورتي سیستم له ستونزې سره مخ دي.
د شخصي موټرو زیاتوالی، زاړه او غیرمعیاري وسایط، د سړکونو کموالی او د عـامه ترانسـپورت نشتوالی د ټرافیکي ګڼه ګوڼې، د وخت ضایع کېدو او چاپېریالي ککړتیا لامل ګرځېدلي دي، چې دغه ستونزه د ښاریانو پر ورځني ژوند، اقتصاد او روغتیا منفي اغېز لري.
معیاري ترانسپورتي سیستم کولی شي د دغو ستونزو لپاره اغېزمنه حل لاره پیدا کړي. کله چې عامه ترانسپورتي وسایل لکه منظم بسونه، ښاري رېلونه او نور ګډ ترانسپورتي سیستمونه فعال وي، خلک له شخصي موټرو څخه لږه ګټه اخلي او دا کار نه یوازې په سړکونو فشار کموي، بلکې ټرافیک منظموي او د پېښو کچه راټیټوي.
له بلې خوا، معیاري ترانسپورت د وخت اهمیت خوندي کوي، په ښارونو کې ډیری خلک د خپل وخت دېره برخه د ګڼه ګوڼې له امله له لاسه ورکوي، یو منظم ترانسپورتي سیستم خلکو ته دا امکان برابروي چې، په ټاکلي وخت خپلو کارځایونو، ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو او نورو اړینو ځایونو ته ورسېږي، چې دا چاره د تولید کچه لوړوي او ذهني فشار کموي.
چـاپېریـالي اړخ هـم د معیـاري ترانسپورت له مهمو ګټو څخه دی، د موټرو لوګی د ښارونو د هوا د ککړتیا اصلي لامل دی. عامه او معیاري ترانسپورتي وسایل د سون توکو مصرف کموي او د زهري ګازونو د تولید مخه نیسي، د هوا پاکوالی د خلکو روغتیا تضمینوي او په ښارونو کې د اوسېدو لپاره د سالم چاپېریال د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په همدې توګه اقتصادي پرمختګ هم له معیاري ترانسپورت سره مستقیمه اړیکه لري، آسانه تګ راتګ سوداګرۍ ته وده ورکوي، د کار بازار پراخوي او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابروي.
همـدارنګه، منظم تـرانسـپورتي سیستم د ټولنیز عدالت په ټینګښت کې مرسته کوي، ځکه چې د ټولنې ټولو قشرونو ته د تګ راتګ فرصتونه برابروي.
په پای کې ویلای شو چې، په ښارونو کې د معیاري ترانسپورت نشتوالی د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ دی، اړتیا ده چې مسئولې ادارې او بنسټونه د اوږدمهاله ښاري پلان په چوکاټ کې د معیاري، خوندي او د چاپېریال ساتنې په پام کې نیولو سره د ترانسپورتي سیستمونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي، ځکه یوازې د داسې سیستم له لارې کولی شو ښارونه منظم، پاک او د راتلونکي نسل لپاره یې د ژوند وړ وګرځوو.
په ښارونو کې د معیاري ترانسپورتي سیسټم شتون او اړتیا


