الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

6 دلو 1404


د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې د زېرمه کولو په موخه د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د یاد حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: “ له دې برنامې څخه موخه د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ روحیې پیاوړي کېدل دي او ښاریانو ته پکار ده چې، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه واوره په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړي”.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې، ښاریان باید د خپلو کورونو او بامونو واوره سړکونو او پلیو لارو ته را ونه باسي ځکه د دوی دا کار د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو رامنځته کېدو سبب ګرځي.
ورته مهال د لومړۍ ناحیې مرستیال مولوي شمس الدین الهام وویل چې، د یادې ناحیې له سړکونو او پلیو لارو څخه به واوره په منظمه توګه راټوله او جذب وړ سیمو ته به ولېږدول شي.
د یاد حشر په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د ښاري پلانونو د پلي کېدو، د ښار د سمسورتیا او ښکلا په برخو کې همکار و اوسي.