
شاه محمود “درویش”
له شک پرته د ټرانزیټي لارو پراختیا که هغه هوایي دهلیزونه وي او یا هم د ځمکنيو ټرانزیټي لارو پراختیا، خو په حقیقت کې دا یو لومړیتوب دی، اړینه برېښي چې د دغې برخې پراختیا ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه د نړۍ اقتصادي تاریخ د دې ښکارندویي کوي چې، ټرانزیټي لارې او د لېږدونې وسایط، هغه څه دي چې په واقعیت کې د هېوادونو د اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري او سیاسي برخو د پایښت او حیات لپاره بنسټیز لومړیتوبونه شمېرل کېږي، ځکه د تاریخ په هر پړاو کې د بشریت اړتیاوې د غوره ټرانزیټي لارو او لېږدوونکو وسایطو د شتون په صورت کې پوره شوې دي.
نو له شک پرته ټول په دې پوهېږي چې، همدا سوداګریزې او ټرانزیټي هوایي او ځمکنۍ لارې دي چې، د هر ډول توکو د لېږد او مسافرینو تګ راتګ له یو ځای څخه بل ځای ته او هم له یو هېواد څخه بل د مقصد هېواد ته ممکنوي. نو ویلی شو چې، سوداګریزې او ټرانزیټي هوایي او ځمکنۍ لارې په حقیقت کې د هېوادونو د اقتصادي پایښت په برخه کې حیاتي اهمیت لري.
هیره دې نه وی چې، د ځمکنیو ټرانزیتـی لارو تـرڅنګ هـوایي دهلېــزونــه هـم د هېــواد د ســوداګرۍ، اقتصــاد او ســیمه ییز اتصال لپاره ډېــر زیات اهمیت لري، ځکه افغانستان په وچه کې پــروت هېواد دی، له همدې امله نړیوالو بندرونو ته د لاسرسي لپاره اړ دی چې، د ګاونډیو هېوادونو له لارې تـوکي صـادر او وارد کـړي، خو په دې وروستیو کې د هوایي دهـلېـزونـو رامنځـته کېـدو دا ســتونزه تر ډېره کمه کــړې ده.
خو دې ټکی ته موباید پام وي، چې اقتصادي شــنونکي له بزګرانو د هغــو نباتاتو د تولید غوښــتنه کوي، کوم چې لېږد یې د هــوا له لارې آســانه او وزن یې کم وي.
البته په ټوله کې هوایي دهلېزونه د دې لامل شوي، چې افغاني تولیدات مستقیم نړیوالو بازارونــو لکه؛ هند، چین ترکیې او عـربي امـاراتو ته صادر شــي، چې دا کـار د ټرانزیټــي خنډونــو، اقتصادي رکود او سیاســي ګواښونو مخه نیسي.
دغه دهلېـزونـه، نه یـوازې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم دي، بلکې د هېواد د اقتصادي خود کفایۍ او د بهرنیـو پـانګوالو د جـذب په برخه کې هم اهمیـت لري.
له نېکه مرغه د هوایي دهلېزونو له لارې اوس ســلګونه ټنــه افغاني صادراتي توکي، لکه زعفران، وچه مېوه، درملیز بوټي او غالۍ، نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.
له شک پرته د هوایــي دهلېزونو دوام کولی شــي د افغانســتان د صادراتو کچه لوړه اقتصادي او سیاسي ستونزې کمــې کړي، خو دا اړتیا شته چې د هوایي لېږد تــر څنګ، د ځمکنيو ټرانزیټــي لارو د پراختیــا لپاره هم باید لا ډېرې هڅې وشــي.
هېره دې نه وي چې، ټرانزیټي او سوداګریزو لارو ته پاملرنه او د دغو لارو پراختیا د دې لپاره چې له اقتصادي اړخه ډیر اهمیت لري، نو دغه ښیګڼې د دې لامل شوي چې، حتی په نړۍ کې نظامونه تر ډیره دغو برخوته پاملرنه وکړي.
په دې توګه ویلی شو چې، د هوایي لېــږد تــر څنـګ د ځمکنـيو ټرانزیټــي لارو پراختیــا هم ډېر مهم او حیاتی اهمیت لري او د اسلامي امارت مسئول ارګانونه باید دې برخې ته لاجدي، ځانګړې او هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
سوداګریزې او ټرانزیټي لارې د اقتصادي پایښت په برخه کې حیاتي اهمیت لري


