الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ژمي کې د بېوزلو لاسنیوی؛ دیني، انساني او ټولنیز مسئولیت دی


دلسوز
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ژمی یې ډېر سخت او یخ وي، په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه‌ لري. د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډېرې کورنۍ د ژمي په سړو شپو او ورځو کې له بې‌ سارو کړاوونو سره مخ وي. د سون موادو کمښت، د خوراکي توکو نشتوالی او د ژمنيو جامو نشتون هغه ستونزې دي چې په سړو سیمو کې د بېوزلو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي. په داسې حالت کې، د بېوزلو لاسنیوی یوازې یو بشري عمل نه دی، بلکې د هر مسلمان دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت دی. اسلام د بېوزلو ملاتړ او د ټولنیز عدالت پر ټینګښت ټینګار کړی دی. زکات، خیرات او له اړمنو سره مرسته د اسلام لارښوونه ده. رسول الله صلی عليه وسلم فرمایي: ژباړه:(څوک چې د خپل مسلمان ورور حاجت پوره کړي، الله به د هغه اړتياوې پوره کړي.) دا سپېڅلی ارشاد موږ ته په ډاګه کوي چې، د اړمنو لاسنیوی نه یوازې د هغوی ستونزې کموي، بلکې د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو غوره وسیله هم ده. په داسې هېواد کې چې د کلونو جګړو، سیاسي کړکېچونو او اقتصادي بحرانونو ځپلی وي، د واکمنو ادارو مسئولیت لا نورهم زیاتېږي. اسلامي امارت د یوه مسئول حکومت په توګه مکلف دی چې، د بېوزلو او زیانمنو خلکو د ژوند د آسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو پلان جوړول، د خوراکي او سون توکو وېشل او د هغو کورنیو ملاتړ کول چې، له سختو شرایطو سره مخ دي، باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي. همدارنګه نړیوال بشرپاله او خیریه بنسټونه هم مسئولیت لري چې له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د دوی د مرستو وېش باید د شفافیت او انصاف له مخې ترسره شي، څو مرسته هغو خلکو ته ورسېږي چې، واقعاً ورته اړتیا لري. په دې برخه کې د ټولنې شتمن وګړي هم له پامه نه ‌شي غورځېدای. هغوی چې د مالي توان درلودونکي دي، باید د زکات، صدقې او خیرات له لارې د بېوزلو لاسنیوی وکړي. د هغوی مرسته نه یوازې د اړمنو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، بلکې په ټولنه کې د یووالي، ورورولۍ او د دوه اړخیزې همکارۍ احساس هم پیاوړی کوي. په افغانستان کې د ژمي سختې ستونزې د دولت، خیریه سازمانونو او شتمنو وګړو د ګډو هڅو له لارې تر یوه حده حل کېدای شي. دا ستونزې یوازې د مرستو په وېشلو سره نه هوارېږي، بلکې اړتیا ده چې د ټولنې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د تلپاتې حل لپاره بنسټیز ګامونه واخیستل شي. په پای کې دا زموږ دیني او انساني مسئولیت دی چې، په دې سړو شپو ورځو کې د هغو کسانو لاسنیوی وکړو کوم چې، زموږ مرستې ته سترګې په لاره دي. هر کوچنی ګام، هره مرسته او هر خیرات کولای شي د يو چا ژوند وژغوري او په یوې وړې مرستې لوی بدلون رامنځته کړي. که موږ ټول په ګډه خپل مسئولیت درک کړو، ژمی به یوازې د کړاوونو موسم نه، بلکې د همکارۍ، ورورګلوۍ او د خلکو تر منځ د یووالي فصل وګرځي.