الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیارغونې پروژې دویمه برخه ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري

7 دلو 1404


د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې دویمه برخه ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري او چارې یې په ښه توګه روانې دي.
په دې پروژه کې چې، په ۱۲۳۴ متر مربع ځمکه کې د دوو اته پوړیز او دولس پوړیز بلاکونو په ګډون ډیزاین شوې ده، ۷۶ استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي هم په پام کې نیول شوي دي.
همدا راز په دې پروژه کې د زرغونې سیمې، پارکینګ، پلیو لارو، د برښنا بُرج، د فاضلاب د تصفیې او مرکز ګرمۍ سیستمونو او د ساتونکي د خونې جوړول هم شامل دي.
کابل ښاروالۍپلان لري چې، د کابل ښار د تلپاتې پراختیا لپاره له نویو کړنلارو چې، یوه یې د ځمکو تنظم او بیا پراختیا ده ګټه پورته او په بېلابېلو سیمو کې نوې پروژې طرحه او پلي کړي څو د مناسبو استوګنځایونو د رامنځته کېدو او د ښار د متوازنې ودې لپاره زمینه برابره شي.