
د واورې له ورېدو سره، د قرغې بند نوې څېره خپلوي؛ داسې ځای چې د واورې سپینوالی د اوبو له آرامتیا، د غرونو او تپو له چوپتیا سره یو ځای کېږي.
په واورو پوښلې ونې، سپینې شوې لمنې او پاکه هوا، دغه سیمه د طبیعت د ښکلا په یوه ژوندي انځور بدلوي؛ داسې انځور چې هر لیدونکی ځان ته جذبوي.
واوره د قرغه په بند کې یوازې ښکلا نه ده؛ بلکې دا د ژوند زېری دی. د اوبو زېرمه، د تازګۍ پیغاموړونکې او د طبیعت د سخاوت نښه ده چې د لا زرغون راتلونکي ژمنه کوي.
دلته ژمی، له خپل ټول سړښت سره سره، د کابل د طبیعت د سکون او عظمت تر ټولو تود انځور نندارې ته وړاندې کوي.
د واورې په غېږ کې د قرغې ژمنۍ منظره
7 دلو 1404


