الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي

7 دلو 1404


د وروستیو واورو له ورېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په بېلابېلو سیمو کې له زیان‌منونکو سړکونو څخه د واورو پاکولو چارې په منظم ډول ترسره شوې دي او لا هم روانې دي، تر څو له یوې خوا د سړکونو د کنګل کېدو او د ترافیکي بهیر د بندېدو مخه ونیول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي د شته امکاناتو په کارولو هڅه کوي چې په لنډ وخت کې له سړکونو واوره پاکه او ښاریانو ته د تګ راتګ خوندي شرایط برابر کړي.