الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د انسان پر ژوند د لوګي اغېزې او د کمولو حل لارې یې

ابویاسر “پښتون”

هوا چې د انسان د ژوندي پاتې کېدلو یوه منل شوې اړینه پانګه او یو حقیقت دی، په ککړولو سره یې په خپله عامل (انسان) ځان له بېلابېلو وژونکو ناروغیو سره مخ کوي. د هوا ککړتیا د معاصرې نړۍ له جدي چاپېریالي ستونزو څخه ده، چې لوګی یې تر ټولو مهم او خطرناک عنصر بلل کېږي. لوګی د جامدو ذراتو او زهري ګازونو ټولګه ده چې، د بېلابېلو طبیعي او انساني فعالیتونو له امله فضاء ته خوشې کېږي. له صنعتي انقلاب وروسته، د لوګي کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې، چې له امله یې د انسان روغتیا، طبیعي اکوسیستمونه او نړیوال اقلیم له جدي ګواښ سره مخ شوي دي. د دې ستونزې علمي څېړنه د دوامدار پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري، په همدې موخه په دې لیکنه کې د لوګي په سرچینو، د انسان پر روغتیا د لوګي اغیزې، په چاپېریال او اقلیم د لوګي اغیزې، په وحشي حیواناتو او اکوسیستم د لوګي اغیزې او دغه راز د لوګي په کنترول او د کمولو په لارو چارو باندې بحث کوو.
د لوګي سرچینې:
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې اړوند برنامې(UNEP) د لوګي سرچینې په عمومي ډول په دوو برخو وېشلې دي:
طبیعي سرچینې او غیر طبیعي (انساني) سرچینې.
په طبیعي سرچینو کې د ځنګلونو اورونه، د اورغورځونکو غرونو چاودنې، دوړې او طبیعي ګازونه شامل دي. که څه هم دا سرچینې د طبیعت برخه دي، خو په ځانګړو شرایطو کې د هوا د ککړتیا کچه لوړوي.
غیر طبیعي یا انساني سرچینې د لوګي تر ټولو لویه برخه جوړوي. صنعتي فابریکې، د برېښنا تولید حرارتي بټۍ، موټرونه، الوتکې، جنراتورونه، د فوسیلي سون توکو (ډبرو سکاره، تېل، ګاز) سوځول او د کثافاتو غیر معیاري سوځېدل د لوګي د تولید اصلي عوامل دي. په مخ پر ودې هېوادونو کې د چاپېریالي قوانینو کمزورتیا دا ستونزه نوره هم جدي کړې ده.
په انساني روغتیا د لوګي اغېزې:
علمي څېړنې ښيي چې، لوګی د انسان پر روغتیا مستقیم او غیر مستقیم اغېز لري. د چاپېریال ساتنې نړیوالې ادارې په یوه مقاله کې لیکلي چې، د لوګي کوچني ذرات (PM2.5 اوPM10) کولی شي د انسان سږو ته ننوځي او حتی وینې ته ورسېږي. دا ذرات د تنفسي ناروغیو، لکه د ساه لنډۍ، مزمن برونکایت، د سږو سرطان او د زړه او رګونو د ناروغیو لامل کېږي.
ماشومان، زاړه خلک او هغه کسان چې، مخکنۍ ناروغۍ لري، د لوګي له امله ډېر زیان ویني. سربېره پر دې، له ککړې هوا سره اوږدمهاله اړیکه د ذهني تمرکز کمښت، د معافیت سیستم کمزورتیا او د ژوند د «عمر» د کمېدو لامل ګرځي.
په چاپېریال او اقلیم د لوګي اغېزې:
جان ایچ یسنفیلډ امریکایي او سپایروس اېن. پانډیس یوناني ساینس پوهانو په ۲۰۱۶م کال کې د لوګي کیمیاوي جوړښت او د اقلیم بدلون سره یې اړیکه (د فضا کیمیا او فزیک: له هوا ککړتیا څخه تر اقلیم بدلون پورې) تر عنوان لاندې په خپل مشترک کتاب کې لیکي: لوګی د چاپېریال په توازن ژور اغېز لري. د هوا ککړتیا د بوټو د فوتوسنتیز بهیر ګډوډوي، چې دا د کرنې پر تولید منفي اغېز کوي. همدارنګه لوګی د اسیدي بارانونو لامل کېږي چې ځمکه، ځنګلونه او د اوبو سرچینې زیانمنوي.
له اقلیمي پلوه، د لوګي ځینې ګازونه لکه، کاربن ډای اکسایډ او میتان د شنو خونو ګازونه دي چې د نړیوالې تودوخې د زیاتوالي لامل کېږي. د اقلیم بدلون بیا د وچکالیو، سېلابونو او طبیعي افتونو شدت زیاتوي، چې دا ټول د انسان په ژوند مستقیم اغېز لري.
په وحشي حیواناتو او اکوسیستم د لوګي اغېزې:
جې. آر. نیومن امریکایي ساینسپوه په خپله یوه مقاله کې چې د صنعتي هوا ککړتیا او په وحشي حیواناتو یې اغېزې تر سرلیک لاندې ده، داسې لیکي: حیوانات د لوګي له امله خپل طبیعي استوګنځایونه له لاسه ورکوي. د هوا ککړتیا د ځنګلي ژویو د تنفسي سیستم اغېزمنوي او د ځینو ډولونو د ورکېدو لامل کېږي. مرغان د ککړې هوا له امله د مهاجرت پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي او د اوبو ژوي د اسیدي بارانونو له امله زیان ویني، چې دا بدلونونه د اکوسیستم توازن له منځه وړي.
د لوګي د کنټرول او کمولو لارې:
د هوا ککړتیا او نړیواله تودوخه کتاب، چې په کمبریج پوهنتون کې په ۲۰۰۲ م کال چاپ شوی دی، ددې کتاب لیکوال مایکل جیکوسین داسې لیکي:
د لوګي د کنټرول لپاره څو اړخیزو علمي او عملي لارو ته اړتیا ده.
۱- حکومتونه باید د چاپېریال ساتنې قوانین پیاوړي کړي او پر صنعتي مرکزونو د ککړتیا د کنټرول ټکنالوژۍ لازمي کړي.
۲- د فوسیلي سون توکو پر ځای پاکې انرژیو لکه لمریزې، بادي او اوبو انرژۍ وکارول شي.
۳- سربېره پر دې، ښاري پلان جـوړونه، د عـامـه ترانسـپورت پراختیا، د ونو کرل او د خلکو پوهاوی د لوګي د کمولو مهم عوامل دي. دغه راز پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه باید د نویو حل لارو په موندلو کې فعاله ونډه واخلي.
پایله:
په پایله کې ویلای شو چې، لوګی یوه جدي نړیواله ستونزه ده چې د انسان روغتیا، چاپېریال، حیوانات او اقلیم تر اغېز لاندې راولي.
د دې ستونزې حل یوازې د یوې ادارې یا هېواد مسئولیت نه دی، بلکې نړیوالې همکارۍ او علمي تګلارو ته اړتیا لري. که د لوګي د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه وا نه خېستل شي، نو د راتلونکو نسلونو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي.
دوامدار پرمختګ یوازې هغه وخت ممکن دی چې، پاکه هوا او سالم چاپېریال تضمین شي.