
د سړکونو له کنګل کېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې د زېرمه کولو په موخه، د درېیمې ناحیې اړوند سیمو کې د مسئولینو او سیمه ییزو شوراګانو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو.
د درېیمې ناحیې مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د درېیمې ناحیې د تنظیف مدیر سید افضل بلال په خپلو خبرو کې د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: واوره باید د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه، جذب وړ سیمو ته ولېږدول شي.
دوی ټینګار وکړ چې، ښاریان باید د خپلو کورونو او بامونو واوره سړکونو او پلیو لارو ته را ونه باسي ځکه د دوی دا کار د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځي.
ورته مهال د یاد حشر ګډونوالو ژمنه وکړه چې، د یادې ناحیې له سړکونو او کوڅو څخه به واوره راټوله او جذب وړ سیمو ته لېږدوي څو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې په تدریجي ډول پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې حشر په ترڅ کې سړکونه له واورې پاک او له کنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه، په سړکونو مالګه او شګه وشیندل شوه.
په درېیمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو
8 دلو 1404


