الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له خیرخانې کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې نښلوونکی سړک له وارو پاک او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

8 دلو 1404


د کابل ښاروالۍ د زیارکښه کارکوونکو له خوا، له خیرخانې کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې نوی نښلوونکی سړک له واورو پاک او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
دغه سړک چې د خیرخانې کوتل سړک د ترافیکي بهیر د وېش په برخه کې مهم رول لري، په پرانیستل کېدو سره به یې ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز د ښار په نورو برخو کې هم سړکونه له کنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه، له واورې پاک او شګه پرې شیندل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، د وروستیو ورښتونو له امله د کابل ښاروالۍ کارکوونکي شپه او ورځ د سړکونو په پاکولو بوخت دي څو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.