الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې د ترافیکي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د واورې پاکولو حشر ترسره شو

9 دلو 1404


د اتلسمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې د کابل- پروان سړک ځیني زیانمنونکې برخې له واورې پاکې شوې او د یاد سړک په ځینو برخو مالګه او شګه وشیندل شوه ترڅو یې له یوې خوا له ګنکل کېدو او بندېدو څخه مخنیوی وشي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز راټوله شوې واوره د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د جذب وړ سیمو ته ولېږدول شوه.