
د کابل ښاروالۍ له خوا د یوې منظمې برنامې په ترڅ کې د سړکونو له کنګل کېدو څخه د مخنیوي، د ترافیکي پېښو د کمښت او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د ښار په یو شمېر سړکونو کې د شپې لخوا د مالګې او شګې شیندلو چارې روانې دي.
دا کار د هوا د تودوخې د څرګند کمښت او د سړکونو د ګنګل کېدو احتمال له ډېرېدو سره همهاله د کابل ښاروالۍ د کاري ټیمونو له لوري د شته وسایطو او امکاناتو په کارولو سره، په زیانمنونکو او ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو او د ښار د لوړو برخو او غونډیو په سړکونو کې ترسره کېږي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مسؤلین وايي چې، د شګې او مالګې شیندلو بهیر به په دوامداره توګه او د تنظیم شوي کاري پلان له مخې روان وي، څو د لېږد وسایطو له ښویېدو، د ترافیکي ګڼېګوڼې له رامنځته کېدو او له ناوړه پېښو څخه مخنیوی وشي او ښاریان وکولای شي خوندي تګ راتګ وکړي.
کابل ښاروالۍ له مخکې په نیولو شویو تدابیرو ټینګار کوي او له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د ژمي موسم پر مهال له دې ادارې سره همکار و اوسي، د خوندیتوب اصول په پام کې ونیسي او په سړکونو او پلیو لارو کې د واورې له اچولو په کلکه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د شګې او مالګې شیندلو تر څنګ په دوامداره توګه له سړکونو واوره راټولوي او جذب وړ سیمو ته یې لېږدوي څو په دې کار سره ښاري نظم او هوساینه رامنځته او ښاري تاسیساتو ته زیان ونه رسېږي.
له کنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه د شپې له خوا په سړکونو د شګې او مالګې شیندلو چارې روانې دي
9 دلو 1404


