
یو مهم او رضاکارانه ګام؛
اوبه د ژوند شتمي ده او پرته له اوبو ژوند ناممکن دی. په همدې موخه د کابل ښاروالۍ په غوښتنه د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د وچکالۍ څخه د مخنیوي په موخه د جذبي څاګانو په کېندلو کې برخه واخیسته او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه یې دې څاګانو ته واوره ولېږدوله.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په بېلابېلو ګذرونو کې د واورې پاکولو حشر هم ترسره شو.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، د جذبي څاګانو د کېندلو په برخه کې د یادې ناحیې د ښاریانو احساس وستایه او دوی یې وهڅول چې، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه واوره په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، ښاریان باید واوره جذبي څاګانو او نورو جذب وړ سیمو ته ولېږدوي او په سړکونو او پلیو لارو کې د واورې له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه دا کار عامه تاسیساتو ته زیان رسوي او ښاریان د تګ راتګ په برخه کې له ستونزو سره مخ کوي.
همدا راز د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد څرګنده کړه چې، د یادې ناحیې د بېلابېلو ګذرونو اوسېدونکو د خپل ملي او ښاري احساس له مخې له سړکونو او کوڅو څخه واوره راټوله او جذب وړ سیمو ته یې ولېږدوله. د نوموړي په وینا؛ دا لړۍ به دوام ولري.
د پنځمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، په جذب وړ سیمو کې د واورې زېرمه کولو کار ته به دوام ورکوي، څو په دې توګه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې او راتلونکو نسلونو ته یوه زرغون او ښایسته ښار په میراث پرېږدي.
د پنځمې ناحیې اوسېدونکو په جذبي څاګانو کې د واورې په زېرمه کولو کې برخه واخیسته
9 دلو 1404


