
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر هنګرها څلورلارې او د باغ بالا پر لور د سړک د څراغونو د ترمیم او فعالولو پروژه، د ۱۶ میلیونه او ۱۸۶ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: د دې سړک په اوږدو کې چې، ۱۰.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، په درې قطارونو کې په ټولیزه توګه د ۳۱.۵ کیلومتره په اوږدوالي څراغونه نصب او فعال شوي، چې په ټوله کې ۵۶۰ دوهشاخه پایې د (LED) په څراغونو سمبالې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې سړک کې د کافي رڼا په برابرېدو سره به د ترافیکي بهیر او پلي تګ کوونکو په خوندیتوب، د ښاري جرمونو په کمښت، د ښاري چاپېریال د ښکلا او شپنیو فعالیتونو ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
د ښاغلي ځواب په وینا، د دې پروژې د پلي کېدو په بهیر کې د برېښنا ۱۰ برجونه هم د یو کال په موده کې په معیاري ډول رغول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست ډاډ ورکوي چې، د کابل ښار په نورو سیمو کې به هم د څراغونو د فعالولو لړۍ په تدریجي ډول دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د روښنایي څراغونه له ۸ کلونو وروسته یو ځل بیا فعال شول.
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر باغ بالا پورې د سړک څراغونه ترمیم او روښانه شول
9 دلو 1404


