الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په رهبرۍ د غیر قانوني ودانیو د مخنیوي لارو چارو سنجولو لومړۍ غونډه جوړه شوه

6 سرطان 1398

د خپلسرو او ناقانونه ودانیو د مخنیوي په غونډه کې د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د ښاري نظم د پولیسو قومندان او ښاروالۍ د ناحیو رییسانو ګډون کړی و.

غونډه کې د ښاري تخلفاتو د قانون او مقررې له مخې د بې جوازه او خپلسرو ودانیو د جوړونې د مخنیوي لارې چارې وسنجول شوې.

کابل ښاروال دې برخه کې خپل پلانونه تشریح کړل او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې برخه کې جدي او اغیزناک اقدامات وکړي.

ښاروال دغه راز خبرداری ورکړ چې د خپلسرو ودانبو جوړونکو سره به د دوی جرم ته په پام سخت قانوني چلند کیږي